مسکو : د ډلهییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان سرحدي بېثباتي د سیمې امنیت ګواښي
بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
مسکو – د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طالقبېک ماسادکوف وايي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې بېثباتي د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره جدي ګواښ دی او د سیمې هېوادونه باید د خپلو پولو کنټرول پیاوړی کړي
ماسادکوف ویلي، دغه سازمان د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او هیله لري چې افغانستان یو سولهییز او سوکاله هېواد شي
نوموړي د تاجکستان او افغانستان پر پوله د نویو امنیتي تدابیرو د پلي کېدو خبر هم ورکړی او ټینګار یې کړی چې د سرحدونو د امنیت پیاوړتیا د سیمې د هېوادونو لپاره مهمه ده
د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي زیاته کړې چې ترهګري، د نشهيي توکو قاچاق او سایبري جرمونه هغه ګواښونه دي چې د منځنۍ اسیا امنیت ننګوي
هغه وویل، سازمان هڅه کوي د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډې او عملي حللارې پیدا کړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ امنیتي همغږي پیاوړې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
916
-
مقاله
655
-
سیاست
284
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl