news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تهران : لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړې ته نه یو رسېدلي

تهران : لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړې ته نه یو رسېدلي

تهران : لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړې ته نه یو رسېدلي

 بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران لا هم دې پایلې ته نه دی رسېدلی چې د افغانستان اوسني واکمن په رسمي ډول په رسمیت وپېژني

بقایي ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، خو ایران تر اوسه د هغوی د رسمي رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه نه ده کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پرېکړې لپاره د مشخصو شرطونو یا د رسمیت پېژندلو د احتمالي وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي

ایران له طالبانو سره په تېرو کلونو کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي او په کابل کې یې خپل سفارت هم فعال ساتلی، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی

د تهران دا دریځ په داسې مهال څرګندېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته لا هم د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto