news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له سپاه پاسداران سره پټ ارتباطي کانال لرو؛ ایران ادعا ردوي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له سپاه پاسداران سره پټ ارتباطي کانال لرو؛ ایران ادعا ردوي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له سپاه پاسداران سره پټ ارتباطي کانال لرو؛ ایران ادعا ردوي

 بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې هېواد یې له ایران د سپاه پاسداران سره یو پټ ارتباطي کانال لري او امریکايي چارواکي له دې لارې له سپاه سره مستقیمې خبرې کوي

ټرمپ د اسد په ۲۸مه له «فاکس نیوز» سره په خبرو کې ویلي، د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي باید د ده په وینا، «د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړي

بلخوا، د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د ټرمپ ادعا په کلکه رد کړې او دروغ یې بللې ده. نوموړي ویلي چې د سپاه پاسداران او امریکايي چارواکو ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه ترسره کېږي

محبي ادعا کړې چې ټرمپ د دغو څرګندونو له لارې هڅه کوي د تېلو پر نړیوالو بیو اغېز وکړي او بازارونه تر خپل نفوذ لاندې راولي

د امریکا او ایران ترمنځ دا تازه لفظي شخړه په داسې مهال رامنځته شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د سیمې د امنیت او د انرژۍ د بازارونو په اړه نړیوالې اندېښنې هم پراخې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto