فرشته عباسي: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د افغان کډوالو لپاره خوندي نه دی
بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم د افغان کډوالو د جبري یا اجباري بېرته ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی
عباسي خبرداری ورکړی چې افغانستان ته ستانه شوي کسان ښايي له ځورونې، خپلسرو نیونو او شکنجې سره مخ شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پخواني حکومت، امنیتي ادارو یا مدني فعالیتونو سره تړاو لري
نوموړې له اروپايي ټولنې، بریتانیا او امریکا غوښتي چې افغانان داسې مهال بېرته افغانستان ته ونه ستنوي چې د هغوی د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې موجودې دي
عباسي ټینګار کړی چې له طالبانو سره د بېرته ستنولو په برخه کې بېقیدوشرطه همکاري کولای شي د دغې ډلې لپاره د نړیوال مشروعیت تصور پیاوړی کړي
د هغې په وینا، هر ډول تعامل باید د بشري حقونو له روښانه معیارونو او د خلکو د خوندیتوب له تضمین سره تړلی وي
د بشري حقونو د څار سازمان په داسې حال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه څرګندوي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د افغانانو د ستنېدو بهیر چټک شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
917
-
مقاله
656
-
سیاست
286
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl