news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سردار احمدشکېب: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

سردار احمدشکېب: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

سردار احمدشکېب: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

 بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد – په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، کابل د مقابلې سیاست نه تعقیبوي او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي

شکېب په یوه غونډه کې ویلي، هیله لري چې د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې به درک او درناوی شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اختلافاتو د حل لپاره د تفاهم زمینه برابره شي

نوموړي له نورو هېوادونو هم غوښتي چې خپله خاوره د افغانستان پر ضد د هر ډول فعالیت لپاره ونه کاروي او د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې مسوولانه چلند وکړي

د طالبانو د سفیر څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي اندېښنو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې دي

پاکستان په وار وار طالبان تورن کړي چې د دغه هېواد مخالفې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto