news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاریس: افغانستان پنځه کاله وروسته هم له ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی

پاریس: افغانستان پنځه کاله وروسته هم له ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی

پاریس: افغانستان پنځه کاله وروسته هم له ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی

 بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې فرانسه به د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي

د فرانسې په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان له پنځو کلونو وروسته هم له ژور بشري، اقتصادي او امنیتي بحران سره مخ دی او د هېواد وضعیت لا هم د نړیوالې پاملرنې اړتیا لريفرانسې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه هم غندلي او ویلي یې دي چې پر زده‌کړو او په ټولنه کې د ښځو پر ګډون محدودیتونه زیات شوي دي

دغه هېواد دا وضعیت «د جنسیت پر بنسټ د ځپنې یو سیستم» بللی دی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي او د ښځو او نجونو اساسي حقونو ته درناوی وکړي

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې فرانسه له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له روغتیايي بنسټونو او فعالو نادولتي ادارو سره مرسته کوي

د فرانسې په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د دې مرستو له لارې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو وړیا روغتیايي مشورې ترلاسه کړې، له ۳ زرو څخه ډېرو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شوې او شاوخوا ۳۵ زره نجونو ښوونیزو خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی

فرانسه ټینګار کوي چې د افغان ولس ملاتړ به دوام ولري، خو له طالبانو سره د تعامل ترڅنګ باید د بشري حقونو او نړیوالو ژمنو درناوی هم د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto