اوچا: افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ دی
بریانیوزپنجشنبه ( ۲۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» مشرې ایمي مارټین د بشردوستانه همکارۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د مرستندویه کارکوونکو هڅې او زړورتیا ستایلې او ویلي یې دي چې دغه اداره د افغان ولس له ملاتړ سره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي
مارټین ویلي، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله د مرستو بودجه کمه شوې، چې له امله یې د اړمنو کورنیو لپاره د مرستو رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی
اوچا ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې ګډو او چټکو اقداماتو ته اړتیا ده. د دې ادارې په وینا، د مالي سرچینو کمښت کولی شي د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره د خوړو، روغتیا، اوبو او نورو حیاتي خدمتونو ته د لاسرسي کچه اغېزمنه کړي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له ژور اقتصادي بحران، پراخې بېوزلۍ او د کار د فرصتونو له کمښت سره مخ دی او میلیونونه افغانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
918
-
مقاله
664
-
سیاست
294
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl