نړیوال بانک: افغانستان کې بېکاري له ۱۲ سلنې اوښتې
بریانیوزپنجشنبه ( ۲۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د نړیوال بانک معلومات ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د کار بازار لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د بېکارۍ کچه له ۱۲ سلنې څخه وه، خو په تېر کال کې دغه کچه له ۱۳ سلنې څخه لوړه شوې ده
د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د بېکارۍ کچه له ۱۴ سلنې هم لوړه ثبت شوې وه چې د تېرو پنځو کلونو په موده کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي
د کار بازار د شاخصونو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې د کاري عمر شاوخوا دوه میلیونه کسان له بېکارۍ سره مخ دي
اقتصادي شنونکي وايي، د کاري فرصتونو کمښت، د پانګونې محدودېدل، د خصوصي سکټور کمزوري کېدل او د هېواد د اقتصادي وضعیت ناڅرګندتیا د بېکارۍ د دوام له مهمو عواملو څخه دي
د بېکارۍ لوړه کچه په داسې حال کې ده چې افغانستان له فقر، د عایداتو له کمښت او د کورنیو د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره هم مخ دی؛ هغه ستونزې چې د کار بازار د پراختیا او د نوو کاري فرصتونو رامنځته کېدو اړتیا یې لا ډېره کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
918
-
مقاله
662
-
سیاست
294
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl