محسن داوړ: د افغانستان خپلواکي او ملي هویت له جدي ګواښونو سره مخ دي
بریانیوزپنجشنبه ( ۲۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه په داسې شرایطو کې نمانځل کېږي چې د دغه هېواد ملي هویت او خپلواکي یو ځل بیا له سختو ګواښونو سره مخ دي
داوړ ویلي، افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې له ګڼو سختو ازموینو سره مخ شوی، خو د مقاومت او ټینګښت له لارې یې له دغو ننګونو څخه د وتلو توان ثابت کړی دی
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان به د اوسنیو ستونزو پر وړاندې هم بریالي شي او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي
د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر هیله څرګنده کړې چې افغانستان به یو ځل بیا له اوسنیو ستونزو راووځي، پرمختګ وکړي او د سیمې په کچه به د ثبات او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي
هغه ویلي، د افغانستان تاریخ د دې هېواد د خلکو د مقاومت، قربانۍ او له سختو شرایطو سره د مقابلې څرګند ثبوت دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
918
-
مقاله
662
-
سیاست
294
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl