کابل : ایران، چین و ترکیه؛ د طالبانو تر ټولو فعال ډیپلوماټیک شریکان
بریانیوزپنجشنبه ( ۲۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – وروستي معلومات ښيي چې ایران، چین او ترکیه له طالبانو سره د ډیپلوماټیک تعامل له پلوه د هغو هېوادونو په سر کې دي چې له کابل سره یې اړیکې تر ټولو ډېرې پراخې شوې دي
د موجودو شمېرو له مخې، ایران له طالبانو سره د ۴۹۴ ډیپلوماټیکو تعاملاتو په ترسره کولو سره لومړی ځای لري. چین د ۴۳۲ تعاملاتو له ثبتېدو سره دویم او ترکیه د ۳۹۴ تعاملاتو په لرلو سره درېیم ځای لري
قطر د ۳۴۷ تعاملاتو له مخې څلورم او ازبکستان د ۳۱۶ تعاملاتو په ثبتېدو سره پنځم ځای خپل کړی دی
دغه شمېرې ښيي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د سیمې یو شمېر هېوادونو له کابل سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده
ایران، چین او ترکیه په بېلابېلو برخو کې له کابل سره د سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو مسایلو په اړه تعاملات لري، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمي توګه نه دی په رسمیت پېژندل شوی
د ډیپلوماټیک تعاملاتو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د افغانستان اوسنی حکومت هڅه کوي له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او د اقتصادي او سیاسي انزوا د کمولو لپاره د تعامل کچه لوړه وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1769
-
اخبار افغانستان
920
-
مقاله
665
-
سیاست
295
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl