news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا؛ د طالبانو د امر بالمعروف پر چلند اعتراض

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا؛ د طالبانو د امر بالمعروف پر چلند اعتراض

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي لږ تر لږه ۱۱ استادانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د چلند په اعتراض کې استعفا کړې ده. سرچینې وايي، د استعفا اصلي لامل د استادانو سپکاوی او د لنډې ږیرې له امله د هغوی ځورول او نیول دي.

بریانیوز- پنجشنبه ٢٩ اسد ١٤٠٥

د سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د هرات پوهنتون د طب پوهنځي اته استادان د ږیرې د لنډوالي په تور نیولي او د دې ادارې دفتر ته یې انتقال کړي دي. سرچینې وايي، استادان شاوخوا یو ساعت د امر بالمعروف ادارې په کانتینر کې ساتل شوي وو.

د معلوماتو له مخې، یاد استادان وروسته د ځینو ډاکټرانو په منځګړیتوب خوشې شوي؛ خو د دې پېښې په غبرګون کې ۱۱ استادانو له دندو د استعفا پرېکړه کړې ده. د استعفا په لیکونو کې د کناره‌ګیرۍ دلیل د «امر بالمعروف له خوا د استادانو بې‌حرمتي، ځورونه او د لنډې ږیرې له امله آزار» بلل شوی دی.

د استعفا کوونکو استادانو په نومونو کې عبدالباقي صدیقي، فضل فیضي، خلیل‌احمد روحاني، احمد جاوید یوسفي، عبدالقدیر اسحاق‌زي، سید انور نور، محمدالله یعقوبي، عبدالغفور سعیدي، عبدالکبیر جوادي، امید نهضت او عبدالاحد شامل دي.

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي شاوخوا ۲۲ استادان لري او د ۱۱ استادانو استعفا د دې پوهنځي نږدې نیمایي تدریسي کادر اغېزمنوي. سرچینې وايي، په تېرو دوو کلونو کې ۱۰ نورو استادانو هم د ورته چلند او د امر بالمعروف د مداخلې په اعتراض کې په انفرادي ډول له دندو استعفا کړې ده.

په ورته وخت کې، سرچینې وايي چې د هرات پوهنتون نورو استادانو هم په یوه پړاو کې د ورته چلند په اعتراض کې د استعفا ګډه پرېکړه کړې وه؛ خو د طالبانو د فشار له امله اړ شول خپلې استعفاوې بېرته واخلي. د سرچینو په وینا، پر استادانو فشار راوړل شوی چې دغه موضوع رسنیو ته ونه سپاري او په اړه یې له رسنیز کولو ډډه وکړي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خلکو پر ظاهري بڼه، جامو او شخصي چلند پراخ محدودیتونه لګولي او د دغو مقرراتو د پلي کولو مسوولیت یې د امر بالمعروف ادارې ته سپارلی دی. په دغو مقرراتو کې د نارینه‌وو لپاره د ږیرې پرېښودلو شرط هم شامل دی.

د استادانو د استعفا دغه لړۍ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د پوهنتونونو د علمي او مسلکي کادرونو پر وړاندې د امنیتي او اداري فشارونو په اړه په هرات او د هېواد په نورو برخو کې هم اندېښنې مطرح شوې دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto