news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د هرات پوهنتون د استادانو د استعفا لړۍ پراخېږي؛ پر پاتې استادانو د طالبانو فشارونه

د هرات پوهنتون د استادانو د استعفا لړۍ پراخېږي؛ پر پاتې استادانو د طالبانو فشارونه

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو د بد چلند، سپکاوي او محدودیتونو له امله له خپلو دندو استعفا کړې ده.

بریانیوز- جمعه ٣٠ اسد ١٤٠٥

د دغو استعفاوو له خپرېدو وروسته، داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې ښايي د استعفاوو دغه لړۍ نورو استادانو ته هم وغځېږي. سرچینې وايي، یو شمېر نور استادان هم د خپلو همکارانو له پرېکړې سره د یوځای کېدو په حال کې دي او احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د استادانو د استعفاوو شمېر زیات شي.

بلخوا، د سرچینو په وینا، د طالبانو له لوري پر یو شمېر پوهنتوني استادانو فشارونه زیات شوي، څو د استعفا له پرېکړې تېر شي او د استعفاوو د لړۍ د پراخېدو مخه ونیول شي.

سرچینې ادعا کوي چې هغو استادانو ته چې د استعفا کولو هوډ لري، ویل کېږي چې موضوع رسنیزه نه کړي او د خپلې استعفا اصلي لاملونه دې په عامه توګه بیان نه کړي، بلکې استعفا دې د شخصي دلایلو له مخې وړاندې کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto