news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد : د افغانستان سوداګریزې لارې بندېدل؛ پاکستاني صادرونکو ته ۴.۵ میلیارد ډالره احتمالي زیان

اسلام‌اباد : د افغانستان سوداګریزې لارې بندېدل؛ پاکستاني صادرونکو ته ۴.۵ میلیارد ډالره احتمالي زیان

اسلام‌اباد : د افغانستان سوداګریزې لارې بندېدل؛ پاکستاني صادرونکو ته ۴.۵ میلیارد ډالره احتمالي زیان

 بریانیوزشنبه ( ۳۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت د پاکستان پر سوداګرۍ دروند اغېز کړی او پاکستاني صادرونکو ته یې د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی دی
د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو دوامدار بندښت نه یوازې پاکستاني صادرونکي زیانمن کړي، بلکې د افغانستان او پاکستان پر دوه‌اړخیزې سوداګرۍ یې هم سخت منفي اغېز کړی دی
د دغه بنسټ په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د مالونو لېږد رالېږد له جدي خنډونو سره مخ شوی او سوداګرو ته د اضافي لګښتونو او مالي زیانونو ترڅنګ، د بازارونو د ګډوډۍ ستونزې هم رامنځته شوې دي
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې د اوږدې مودې لپاره تړلې پاتې شي، زیانونه به نور هم زیات شي او د پولې دواړو غاړو ته به سوداګر او مصرفوونکي له ستونزو سره مخ شي
پاکستان او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له یو بل سره مهمې سوداګریزې اړیکې لري، خو وروستیو امنیتي او سیاسي اختلافاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto