کابل : سوریې او سعودي عربستان په کابل کې د ښوونځي چاودنه وغندله
بریانیوزشنبه ( ۳۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – سوریې او سعودي عربستان په کابل کې د یوه ښوونځي دننه شوې چاودنه په کلکه غندلې او له افغان ولس او د پېښې له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی دی
د سوریې د بهرنیو چارو او کډوالو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دمشق د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله څرګنده کړې ده
چاودنه د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په دشتبرچي سیمه کې شوې وه. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ ماشومان، چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۴ کلونو پورې دي، ټپیان شوي دي
بلخوا، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه چاودنه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې ریاض د تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ له ټولو بڼو سره خپل مخالفت بیا څرګندوي
سعودي عربستان له افغان ولس سره د پیوستون ترڅنګ، د پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې ده
ریاض همداراز هیله څرګنده کړې چې د افغانستان خلک د تلپاتې امنیت، سولې او ثبات له شرایطو برخمن شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1769
-
اخبار افغانستان
922
-
مقاله
667
-
سیاست
296
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl