news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

له هرات حوزوي روغتون څخه ۲.۳ میلیونه افغانۍ غلا؛ د امنیتي کمرې هارډډیسکونه هم وړل شوي

له هرات حوزوي روغتون څخه ۲.۳ میلیونه افغانۍ غلا؛ د امنیتي کمرې هارډډیسکونه هم وړل شوي

سرچینو، چې نه یې غوښتل هویت یې افشا شي، بریانیوز ته ویلي چې غلو د هرات حوزوي روغتون له یوه سیف څخه ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ غلا کړې دي.

بریانیوز- شنبه ٣١ اسد ١٤٠٥

د سرچینو په وینا، د روغتون کارکوونکو د شنبې په سهار ولیدل چې د اداري او محاسبې دفترونو د امنیتي کمرې هارډډیسکونه ایستل شوي دي.

سرچینې وايي، غلو لومړی د اداري مدیر او د محاسبې مدیر دفترونه پرانیستي او د امنیتي کمرې د ثبت وسایل یې له ځان سره وړي دي. وروسته یې د روغتون سیف د کیلي په وسیله پرانیستی او موجودې پیسې یې غلا کړې دي.

د سرچینو په خبره، سیف مات شوی نه و او داسې نښې هم نه لیدل کېږي چې په زور پرانیستل شوی وي.

یوه سرچینه وايي، په سیف کې موجودې پیسې د روغتون له عوایدو او د ناروغانو له فیسونو څخه راټولې شوې وې.

تر اوسه معلومه نه ده چې غلا د جمعې په ورځ شوې او که د شنبې په شپه.

سرچینې زیاتوي چې له پېښې وروسته د طالبانو کسان روغتون ته ورغلي او د محاسبې برخې ټول کارکوونکي او خدمه یې له ځان سره بیولي دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto