اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: یوازې اوربند نه منو، جګړه باید په بشپړه توګه پای ته ورسېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: یوازې اوربند نه منو، جګړه باید په بشپړه توګه پای ته ورسېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: یوازې اوربند نه منو، جګړه باید په بشپړه توګه پای ته ورسېږي

 بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

تهران – د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تهران له منځګړو سره په خبرو کې روښانه کړې چې یوازې لنډمهالی اوربند نه شي منل کېدای او د ایران غوښتنه دا ده چې روانه جګړه په بشپړه توګه پای ته ورسېږي

نوموړي ویلي، ایران غواړي جګړه په داسې ډول پای ته ورسېږي چې د بیا پیل کېدو امکان یې له منځه ولاړ شي. د هغه په وینا، یوازې د جګړې درول د ستونزې حل نه دی، بلکې باید د شخړې د تکرار د مخنیوي لپاره دایمي حل رامنځته شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د دوی دښمنانو هڅه کړې تهران تسلیمېدو ته اړ کړي. نوموړي ویلي، د نظام د بدلون، د هېواد د تجزیې او د کورنیو ګډوډیو لپاره هم بېلابېلې طرحې مطرح شوې دي

هغه زیاته کړې چې ایران د دغو هڅو پر وړاندې مقاومت کړی او د ده په وینا، هره طرحه چې د ایران د کمزوري کولو لپاره عملي شوې، له ماتې او ناکامۍ سره مخ شوې ده

نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې د پای لپاره هر ډول سیاسي حل باید د ایران امنیت، ملي حاکمیت او د هېواد د راتلونکي ثبات تضمین کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیمې د یو شمېر هېوادونو او نورو لورو د منځګړیتوب هڅې روانې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto