اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ: بیا هرمز تنګی د امریکا «نوې خاوره» بللې

امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ:  بیا هرمز تنګی د امریکا «نوې خاوره» بللې

امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ:  بیا هرمز تنګی د امریکا «نوې خاوره» بللې

 بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د هرمز تنګی اوس مهال د امریکا «قلمرو» ګڼل کېږي؛ هغه څرګندونه چې د سیمې د یوه مهم ستراتیژیک سمندري مسیر په اړه یې تازه بحثونه راپارولي دي

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د منځني ختیځ یوه نقشه خپره کړې چې په کې هرمز تنګی په یوه دایره کې نښه شوی او څنګ ته یې د «امریکا نوې خاوره» عبارت لیکل شوی دی

دا په تېره یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې ټرمپ دغه ډول نقشه خپروي. نوموړي په دې وروستي پوسټ کې د نقشې ترڅنګ کومه اضافي څرګندونه نه ده کړې، خو د هغه دا دریځ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه د امریکا د تګلارې په تړاو نوې پوښتنې راپورته کړې دي

ټرمپ یوه ورځ مخکې په جنوبي کارولینا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال هم ویلي وو چې دی «اوس مهال هرمز تنګی د امریکا قلمرو ګڼي». نوموړي د دې ادعا لپاره په خپل پوسټ کې نور حقوقي یا سیاسي جزئیات نه دي وړاندې کړي

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو اوبو لارو څخه دی چې د ایران او عمان ترمنځ موقعیت لري او د نړیوالې انرژۍ په سوداګرۍ کې ځانګړی اهمیت لري. د نړۍ د تېلو او ګازو یوه د پام وړ برخه د دغه تنګي له لارې د نړیوالو بازارونو پر لور لېږدول کېږي

د هرمز تنګي هر ډول اوږدمهاله ګډوډي یا د تګ راتګ محدودېدل کولی شي د انرژۍ پر نړیوال بازار، د تېلو پر بیو او د نړیوالې سوداګرۍ پر بهیر اغېز وکړي

د ټرمپ تازه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ اختلافات او لفظي تاوتریخوالی لا هم دوام لري او د دغه ستراتیژیک مسیر امنیت د سیمې او نړۍ له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto