news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

طالبان: سږ کال ۸۱ سوداګرو افغانستان کې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې

طالبان: سږ کال ۸۱ سوداګرو افغانستان کې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې

طالبان: سږ کال ۸۱ سوداګرو افغانستان کې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې

 بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۸۱ سوداګرو خپلې پانګې افغانستان ته لېږدولې او په بېلابېلو برخو کې یې شاوخوا ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده

فطرت ویلي، د دغو سوداګرو لپاره په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه ځانګړې او وېشل شوې ده. د نوموړي په وینا، د یادو پانګونو له عملي کېدو سره تر څلور زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده

د طالبانو د مرستیال ویاند په خبره، د ۱۵ نورو سوداګرو د پانګونې اړوند اسناد هم تر ارزونې لاندې دي او تمه ده چې د اړینو پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د هغوی د پانګونې بهیر هم پیل شي

د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره او د خصوصي سکټور فعالیتونه پراخ کړي. د طالبانو چارواکي وایي، د اقتصادي ودې لپاره د صنعت او سوداګرۍ پراختیا یې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده

خو بل لور ته، لا هم یو شمېر افغان سوداګر او پانګه‌وال له هېواده د خپلو پانګو د ایستلو او د سوداګریزو فعالیتونو د محدودولو په اړه اندېښنې لري. دوی د اقتصادي وضعیت، بانکي ستونزو، د بازارونو کمزورتیا او د طالبانو د ځینو سیاستونو له امله د پانګونې پر راتلونکي اندېښمن دي

اقتصادي شنونکي هم باور لري چې یوازې د پانګوالو د شمېر زیاتوالی بسنه نه کوي، بلکې د پانګونې د دوام لپاره د خصوصي سکټور د ملاتړ، بانکي اسانتیاوو، حقوقي خوندیتوب او د بازارونو د ثبات زمینه هم باید پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto