اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تاشکند : افغانستان د ازبکستان درېیم ستر صادراتي بازار شو

تاشکند : افغانستان د ازبکستان درېیم ستر صادراتي بازار شو

تاشکند : افغانستان د ازبکستان درېیم ستر صادراتي بازار شو

 بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

تاشکند – د ازبکستان د ملي احصایې ادارې تازه معلومات ښيي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد د صادراتو لپاره درېیم ستر بازار پاتې شوی دی

د ادارې د راپور له مخې، ازبکستان د روان کال له جنورۍ تر جون پورې افغانستان ته د ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي او تولیدات صادر کړي دي

د راپور پر بنسټ، روسیه په دې موده کې د ازبکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار و. دغه هېواد ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. چین د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو په لرلو سره دویم ځای لري

افغانستان د دغو دوو هېوادونو وروسته د ازبکستان د صادراتو درېیم لوی بازار جوړوي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي

ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او دغه هېواد د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د مهمې لارې په توګه وکاروي

د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د خوراکي توکو، صنعتي محصولاتو، برېښنا، ساختماني موادو او نورو توکو راکړه ورکړه شامله ده. د صادراتو د لوړې کچې دوام کولی شي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکو ته لا نور هم ځواک ورکړي

اقتصادي شنونکي وایي، د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د ترانزیټي لارو اسانتیا، د بانکي راکړې ورکړې پراختیا او د سوداګرو لپاره د اسنادو او ګمرکي چارو ساده کول مهم دي

د ازبکستان د احصایې ادارې دغه شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراخولو هڅې کوي او ازبکستان د دې بهیر له مهمو اقتصادي شریکانو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto