راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر: د اته میلیونه راستنېدونکو لپاره د ځمکو وېش وخت غواړي
بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر وايي، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا اته میلیونه افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
مولوي کبیر وايي، د دومره لوی شمېر راستنېدونکو لپاره په لنډ وخت کې د ځمکو او استوګنې د نومرو برابرول او وېشل اسانه کار نه دی او د دې بهیر بشپړول وخت او پراخو امکاناتو ته اړتیا لري
هغه له راستنېدونکو غوښتي چې د ځمکو او نومرو د وېش په برخه کې صبر او حوصله وکړي او د اړوندو ادارو د پرېکړو او اقداماتو انتظار وباسي
د هغه په وینا، حکومت هڅه کوي چې راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې مناسب ځایونه برابر کړي، خو د میلیونونو کسانو لپاره د ځمکې موندل، سروې کول، وېشل او د استوګنې زمینه برابرول له پراخو اداري او عملي ستونزو سره مل دي
په ورته وخت کې، د کډوالو د ستنېدو له زیاتېدو سره د سرپناه، کار، روغتیا، زدهکړو او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول د افغانستان لپاره له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي
هغه کورنۍ چې له کلونو کډوالۍ وروسته هېواد ته ستنې شوې دي، د دایمي استوګنې او اقتصادي ثبات لپاره د حکومت د عملي مرستو غوښتنه کوي. دوی وايي، یوازې هېواد ته ستنېدل بسنه نه کوي، بلکې د سرپناه او د عاید د سرچینې برابرول هم د دوی له مهمو اړتیاوو څخه دي
د کډوالو چارو وزیر بیا ټینګار کوي چې د میلیونونو راستنېدونکو لپاره د ځمکو او نومرو وېش یوه پراخه او وختغوښتونکې پروسه ده او باید په تدریجي ډول ترسره شي
د کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان لپاره د دغو کورنیو د بیا مېشتولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو څرنګوالی لا هم یوه ستره ننګونه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?