news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایسته

واشنګټن : امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایسته

واشنګټن : امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایسته

 بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سوریه په رسمي ډول د هغو هېوادونو له نوملړه ایستلې چې د واشنګټن له نظره د ترهګرۍ ملاتړي بلل کېږي. دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت د یوې خبرتیا له مخې عملي شوې ده

د راپورونو له مخې، د سوریې د نوم ایستلو پرېکړه تر هغه وروسته عملي شوه چې د امریکا حکومت یې له مخکې اعلان کړی و او په کانګرېس کې یې اړوندې قانوني او څېړنیزې چارې بشپړې شوې

د سوریې له نوملړه ایستل د دمشق او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بدلون لپاره مهم ګام بلل کېږي. تمه ده چې دغه پرېکړه د سوریې پر وړاندې د ځینو اقتصادي محدودیتونو د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړي

امریکا په تېرو کلونو کې د سوریې پر حکومت د امنیتي اندېښنو، د وسله‌والو ډلو د ملاتړ د ادعاوو او د کورنۍ جګړې په تړاو پراخ بندیزونه لګولي وو. دغو بندیزونو د سوریې اقتصاد سخت اغېزمن کړی او د نړیوالو اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې هم محدودیتونه رامنځته کړي وو

د سوریې د نوملړه ایستل په داسې حال کې کېږي چې دمشق هڅه کوي له اوږدې جګړې او نړیوالې انزوا وروسته خپل بهرني اړیکې بېرته پراخې کړي او له نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي او سیاسي تعامل نوې لارې پرانیزي

د امریکا دا پرېکړه کولی شي د سوریې لپاره د نړیوالو اقتصادي اړیکو په برخه کې د نوي پړاو پیل وي؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بشپړ عادي کېدو لپاره لا هم ګڼ سیاسي او امنیتي خنډونه پر ځای پاتې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto