ایران: د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سرحدي خنډونو کمول اړین دي
بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
ایراني چارواکي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې د لا پراختیا لپاره د سرحدي او ګمرکي خنډونو کمول اړین دي
ایران وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد هم په پام وړ کچه زیات شوی دی
د چارواکو په وینا، د رېل له لارې د بار وړلو د کچې دغه لوړوالی ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ ظرفیت د پراختیا لپاره پراخه زمینه شته
ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د سرحدي تګ راتګ اسانتیا، د ګمرکي چارو چټکتیا او د سوداګرو پر وړاندې د اداري خنډونو کمول کولی شي د توکو د لېږد بهیر لا چټک کړي او د سوداګرۍ لګښتونه راکم کړي
د ایران او افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهمه وسیله بلل کېږي، ځکه د رېل له لارې د لویو کچو توکي په نسبتاً کم لګښت او منظم ډول لېږدول کېدای شي
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو په صورت کې، ایران کولی شي د افغانستان لپاره د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو پر لور د ترانزیټ یوه مهمه لار پاتې شي، په ځانګړي ډول د ایران د بندرونو له لارې
د تهران وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې دي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د سرحدي اسانتیاوو له زیاتولو سره د توکو د لېږد او سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?