نيويارک: د ټرمپ اداره د پناه غوښتونکو تر ۲۰۰ زره بهرنیانو ویزې لغوه کوي
بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې د هغو تر ۲۰۰ زره بهرنیو وګړو سوداګریزې او سیاحتي ویزې لغوه کړي چې په امریکا کې یې پناه غوښتې یا یې د پناه غوښتنې بهیر روان دی
اسوشیټډ پرېس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو او دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې که دغه پرېکړه له حقوقي ننګونو سره مخ نه شي او یا بدلون پکې رانه شي، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ صادرې شوې سوداګریزې او سیاحتي ویزې به په راتلونکو اوونیو کې لغوه اعلان شي
د راپور له مخې، د ویزو د لغوه کولو دغه بهیر به د امریکا د کورني امنیت له وزارت سره په همغږۍ ترسره شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تېرو ۱۸ میاشتو کې هم شاوخوا ۱۷۵ زره ویزې لغوه کړې دي. د چارواکو په وینا، د ویزو په اړه د حکومت د تګلارې بدلون د کډوالۍ او پناه غوښتنې د بهیر د لا سخت مدیریت له هڅو سره تړاو لري
که دا پرېکړه عملي شي، زرګونه هغه بهرني وګړي به اغېزمن شي چې په قانوني ویزو امریکا ته تللي او وروسته یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي دي
د ویزو د احتمالي لغوه کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د ټرمپ اداره د کډوالۍ د محدودولو او د امریکا د ویزې او پناه غوښتنې د نظام د سختولو لپاره د نویو اقداماتو د عملي کولو هڅې چټکې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1773
-
اخبار افغانستان
929
-
مقاله
675
-
سیاست
297
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl