news اخبار فوری
clock

ترکمنستان: د تاپي پروژه د سولې او سيمه‌ييزې همکارۍ زرين پُل دی

ترکمنستان: د تاپي پروژه د سولې او سيمه‌ييزې همکارۍ زرين پُل دی

اشکاباد – ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵: د ترکمنستان د دولت وزير مشاور او د «ترکمن‌ګاز»

 دولتي شرکت مشر مقصد بابايف ويلي، د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند د ګازو لويه پروژه (تاپي) يوازې يو اقتصادي ګام نه دی، بلکې د سولې، پرمختګ او د سيمې د يووالي يو ژوندى سمبول دی

نوموړي د «نفت او ګاز ترکمنستان – ۲۰۲۵» په نړيوال کنفرانس کې ټينګار وکړ چې تاپي د ترکمنستان د انرژۍ د صادراتو د تنوع لپاره يو بنسټيزه ستراتيژي ده، او د دې پروژې پلي کېدل به د سيمې هېوادونه د ګډو ګټو، باور او پرمختګ پر لور يو کړي 

بابايف زياته کړه:

تاپي يوازې د ګازو نل‌ليکه نه ده، بلکې د هېوادونو ترمنځ د باور، همکارۍ او سوکالۍ يو نوی فصل پرانيزي. دا پروژه د سيمې د سولې او اقتصادي ثبات يو پُل دی

د تاپي نل‌ليکه به شاوخوا ۱،۸۰۰ کيلومتره اوږده وي او د ترکمنستان له سترې ګاز‌زېرمي «ګالکينش» څخه به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته طبيعي ګاز ورسوي

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دې پروژې عملي کېدل به د افغانستان لپاره د عوايدو يو نوی باب پرانیزي، د زېربناوو د بيا رغونې بهير چټک کړي، او د سړکونو، برېښنا او سوداګرۍ د پراختيا لامل به شي 

ترکمن چارواکو په خپلو څرګندونو کې دا هم وويل چې تاپي به نه يوازې د انرژۍ يوه لاره وي، بلکې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور او تفاهم پُل هم شي، ځکه چې اقتصادي همکاري تل د سولې او يووالي بنسټ جوړوي

تاپي – هغه لويه پروژه چې د انرژۍ له بهير سره، د سولې او سوکالۍ رڼا هم سيمې ته راوړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto