news اخبار فوری
clock

په پنجاب کې د افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات؛ پولیسو د نیونې او ایستلو لړۍ پیل کړې

په پنجاب کې د افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات؛ پولیسو د نیونې او ایستلو لړۍ پیل کړې

د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرخان ښار کې پولیسو د افغان کډوالو د نیونې او ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي. د دغه اقدام موخه هغه افغانان بلل شوي چې د پاکستان په وینا، بې‌اسناده او ناقانونه مېشت دي

د پاکستاني ورځپاڼې «نیشن» د راپور له مخې، دا عملیات د پنجشنبې په ورځ، د لړم په اتمه نېټه پیل شوي او د پولیسو د ځانګړو ټیمونو لخوا پر مخ وړل کېږي

د پنجاب د کمیشنر مرستیال حمزه احتشام ویلي:

هیڅ شخص یا اداره اجازه نه لري چې ناقانونه مېشتو کسانو ته پناه ورکړي، کور په کرایه ورکړي یا ملکیت پرې وپلوري. که څوک دا کار وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي

هغه ټینګار کړی چې د ټولو هغو کسانو د نیولو امر ورکړل شوی چې د پاکستان د استوګنې قانوني اسناد نه لري

د راپورونو له مخې، د ګوجرخان ترڅنګ د پنجاب په نورو سیمو کې هم د ورته عملیاتو د پراخېدو امکان شته

د دې عملیاتو لړۍ د داسې مهال دوام مومي چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین پیل کړی، او زرګونه افغانان یې له کورونو شړلي او د پولو له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي

په همدې حال کې، د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د پاکستان دا اقدام د نړیوالو اصولو او د پناه غوښتونکو د حقونو ښکاره سرغړونه ده، او د زرګونو افغان کورنیو ژوند یې له کړاو او بې‌سرپناهۍ سره مخ کړی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto