د برېتانیا د افغانستان استازولۍ د هېواد په شمال کې د مرګونې زلزلې له امله د قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي اعلان کړې ده
دغه استازولۍ د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې په خپاره شوي پیغام کې ویلي دي، چې برېتانیا د دې دردونکې فاجعې له امله ژوره خواشیني لري او د افغان ولس ترڅنګ ولاړه ده
په اعلامیه کې راغلي دي:
موږ د افغانستان د شمال د زلزلې له امله سخت غمجن یو. له هغو کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي لرو چې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي دي. زموږ بشردوستانه همکاران له وړاندې په سیمه کې حاضر دي او د مرستو او ژغورنې په چارو کې بوخت دي
استازولۍ زیاته کړې، چې برېتانیا به له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای د مرستو د همغږۍ، د اړمنو د ملاتړ او د اغېزمنو سیمو د بیا رغونې لپاره خپلې هڅې دوام ورکړي
دغه زلزله، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې رامنځته شوې، د انسانانو د مرګژوبلې تر څنګ د ګڼو کورونو، ودانیو او شتمنیو د ویجاړېدو لامل شوې ده
د برېتانیا د دې همدردۍ پیغام له خپرېدو وروسته، ګڼ افغانان او نړیوال کاروونکي یې ستاینه کوي او دا یې د انسانیت، مرستې او نړیوالې همکارۍ یو ښکلی پیغام بللی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl