news اخبار فوری
clock

کابل – د افغانستان دفاع وزارت: له څلورو کلونو راهیسې له اتیا ډېرې الوتکې او چورلکې ترمیم شوې دي

کابل – د افغانستان  دفاع وزارت: له څلورو کلونو راهیسې له اتیا ډېرې الوتکې او چورلکې ترمیم شوې دي

 د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړتیا او ځان‌بساینې په موخه یې په تېرو څلورو کلونو کې له اتیا څخه زیاتې الوتکې او چورلکې (هیلیکاپټرونه) په بریالۍ توګه ترمیم او بېرته د خدمت لیکې ته راستانې کړې دي

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ترمیم چارې د کورنیو تخنیکي او انجینري ټیمونو له‌خوا ترسره شوي، او دا د دې ښکارندويي کوي چې افغان تخنیکران اوس د پرمختللو وسایطو د ساتنې او ترمیم وړتیا لري

د معلوماتو له مخې :

دا یوه ستره لاسته‌راوړنه ده چې د هېواد متخصصین وتوانېدل د هغو الوتکو او چورلکو تخنیکي ستونزې هوارې کړي، چې تر دې مخکې یې د ترمیم لپاره بهر ته استولو ته اړتیا وه

دفاع وزارت زیاتوي، د هوايي ځواک د ترمیمي مرکزونه اوس د پرمختللو وسایلو، انجنونو او وسپنې جوړولو عصري وسایلو سره سمبال شوي دي، او هڅې روانې دي چې د هېواد د هوايي ځواک ظرفیت نور هم لوړ شي

کارپوهان دغه پرمختګ د هېواد د نظامي خودکفایتۍ پر لور یو مهم ګام بولي. د دوی په باور، که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان به وکولای شي د خپلو هوايي تجهیزاتو ډېری اړتیاوې دننه په هېواد کې پوره کړي

د هوايي ځواک یوه سرچینه وايي، د تخنیکي متخصصینو روزنه هم دوام لري، څو راتلونکې کې د ټولو الوتکو د ساتنې او پرزو جوړولو توان ترلاسه کړي

دغه لاسته‌راوړنه په داسې حال کې اعلانېږي چې تېرو کلونو کې د جګړو، تخنیکي کمزورتیا او بهرنیو انحصارونو له امله د هېواد د هوايي ځواک ډېری الوتکې له کاره لوېدلې وې

اوس د دفاع وزارت وایي، د افغان تخنیکرانو هڅې به د ملي هوايي ځواک د بیا احیا په برخه کې د یو نوي پړاو پیل وي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto