د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او له مرستندویو بنسټونو او شتمنو افغانانو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده
ښاغلي کرزي د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې په خپاره شوي پیغام کې ویلي دي، چې له دې غمیزې سخت متأثر شوی او هیله یې څرګنده کړې، چې افغان سوداګر، د مرستو ملي او نړیوال سازمانونه، او ټول خیریه بنسټونه د زلزلهځپلو د لاسنیوي لپاره ژر اقدام وکړي
ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپل پیغام کې لیکلي دي:
له ټولو مرستهکوونکو ادارو او هېوادوالو څخه صادقانه غوښتنه کوو، چې بې له ځنډه د زلزلهځپلو د ژغورنې او ملاتړ لپاره ګام پورته کړي او د انسانیت او ملي مسؤلیت دا مهم رسالت ترسره کړي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زلزلې د خلکو ژوند ته درانه زیانونه اړولي، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي او لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي دي
د کرزي او عبدالله دا انساني غوښتنه د ګڼو افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې ده، او ډېرو خلکو دا د ملي یووالي او بشري احساس ښکاره نښه بللې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl