news اخبار فوری
clock

د مرکزي آسیا هېوادونو پر دې ټینګار: افغانستان باید په لویو سیمه‌ییزو پروژو کې شامل شي

د مرکزي آسیا هېوادونو پر دې ټینګار: افغانستان باید په لویو سیمه‌ییزو پروژو کې شامل شي

په اوزبیکستان کې د مرکزي آسیا د هېوادونو د اووم مشورتي سرمشریزې په ترڅ کې چې د دغه هېواد د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ ترسره شوه، د سیمې رهبرانو پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان باید په سترو سیمه‌ییزو اقتصادي، ترانسپورتي، انرژۍ او زیربنایي پروژو کې شامل او شریک کړل شي.

میرضیایف د غونډې د پرانیستلو پر مهال وویل چې د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ مستقیم اغېز لري او له همدې امله، د دې هېواد د ادغام لپاره ګډه ستراتیژي اړینه ده. هغه زیاته کړه 

افغانستان باید د حمل‌ونقل، انرژۍ او زیربنایي پروژو د مهمې برخې په توګه شامل کړل شي، ځکه دا د سیمې د ګډې پرمختیا او ثبات لپاره لازمي او نه‌جلا کېدونکی ګام دی

د مرکزي آسیا د مشرانو په اند، افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د سیمې د نښلیدو مهم پُل دی او د دې هېواد حضور او همکاري کولای شي د لویو اقتصادي دهلیزونو د عملي کېدو لپاره نوې لارې پرانیزي، د سوداګرۍ بهیر اسانه کړي او د سیمه‌ییزو بازارونو ارزښت څو برابره لوړ کړي

شنونکي باور لري چې که افغانستان د سیمې په اقتصادي منطقې کې فعاله برخه واخلي، نه یوازې به د سیمې هېوادونو لپاره د نوو اقتصادي فرصتونو زمینه برابره شي، بلکې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات، کارموندنې، پانګونې او اقتصادي احیا لپاره به هم پیاوړی بنسټ رامنځته شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto