news اخبار فوری
clock

په ارزګان کې د جنرال پخواني درې زامنو نیول؛ د قانوني بهیر پر شفافیت نوې پوښتنې راولاړې کړې

په ارزګان کې د جنرال پخواني درې زامنو نیول؛ د قانوني بهیر پر شفافیت نوې پوښتنې راولاړې کړې

د ارزګان ولایت له ترینکوټ ښار څخه سرچینې وایي چې د جنرال مطیع‌الله، د دغه ولایت د پخواني امنیې قومندان، درې زامن ــ وحیدالله، وارث او نویدالله ــ د عقرب پر ۲۶مه د طالبانو له‌خوا د دوی له خپل کور څخه نیول شوي دي د طالبانو د ادارې د ادعا له مخې، د کور د تلاشي هدف د وسلو او مهماتو موندل و، خو د نیول شویو کسانو د دقيقو امنیتي تورونو، د وسلو د ډول او اندازه، او د عملیاتو د واقعي علت په اړه هیڅ رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی

په ارزګان کې ځایي اوسېدونکي او د بشري حقونو څارونکي وایي چې د قضايي بنسټونو د خپلواکۍ نشتوالی او د شفافو حقوقي لارو نادره شتون دا ډول نیونې له جدي اندېښنو سره مخ کوي. هغوی پوښتنه کوي چې ولې د نیول شویو کسانو نومونه په رسمي اعلامیو کې نه خپرېږي او ایا د هغوی کورنۍ د مدافع وکیل د ټاکلو حق او د قانوني شفاف بهیر لاسرسی لري او کنه؟

د سیمه‌ ییزو سرچینو په وینا، د جنرال مطیع‌الله کورنۍ تر اوسه نه ده خبر شوې چې زامن یې په کوم ځای او د کوم حقوقي حالت لاندې ساتل کېږي. د هغوی په خبره، د تماس نشتوالی او ناڅرګند وضعیت د کورنۍ اندېښنې څو برابره کړې دي

د حقوقي چارو څارونکي ټینګار کوي چې هره نیونه باید د قانون له مخې، له څرګندو شواهدو، روښانه تورونو او د متهم د حقونو د بشپړ رعایت پر بنسټ ترسره شي. دوی زیاتوي چې د قضايي عدالت نشتوالی او د نیولو پر مهال د معلوماتو پټتیا نه یوازې د کورنیو اندېښنې زیاتوي، بلکې د خلکو باور هم زیانمنوي

تر دې دمه، محلي چارواکو د دغو درېیو وروڼو د نیولو او وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto