کمپاین «زه افغان نه یم»؛
حبیب الرحمن «حکمتیار»:ځینې کسان په شعوري
توګه د قومي اختلافونو د پراخولو هڅه کوي، حال دا چې دا ډول ستونزې باید د ټاکنو
او د خلکو د استازو له لارې حل شي.
بریا نیوز(۱۷ قوس/ لیندي): حبیب الرحمن «حکمتیار» په فیسبوک کې د هغو افغان مهاجرینو د کمپاین په اړه چې په دې وروستیو کې یې د «زه افغان نه یم» تر شعار لاندې یو کمپاین پیل کړی، غبرګون ښودلی او دا یې د دښمنانو کار بللی دی.

هغه لیکلي: «د وطن د دښمنانو کار د نفاق رامنځته کول دي، هغه کسان چې کلونه کلونه د قومي او تباري اختلافونو لمن وهي، ناکام به وي او شرمېدلي به پاتې شي.»
حکمتیار زیاته کړې: «هغه کسان چې د قومي مسایلو اور ته لمن وهي، کلونه کېږي چې هڅې کوي، خو د خدای په فضل تر دې دمه ناکام پاتې شوي دي او په راتلونکي کې به هم خجالت شي.»
ښاغلي حکمتیار د هغو افغانانو په ځواب کې چې د «زه افغان نه یم» شعار ورکوي ویلي: که دوی په رښتیا هم پر ټاکنو، جمهوریت او د خلکو پر رأی باور لري، نو باید د ټول هېواد په کچه د شفافو ټاکنو لپاره هڅه وکړي.
هغه وړاندې لیکلي: «د دې ډول ستونزو مشروع حل دا دی چې د ملت رأی ته مراجعه وشي او پرېکړه باید د خلکو د منتخب استازو له خوا وشي.»

حکمتیار په دوام کې ویلي، یو شمېر زموږ هېوادوال په قصد او شعوري توګه هڅه کوي چې په هېواد کې قومي تفرقه رامنځته کړي او د ورور قومونو ترمنځ د کرکې پروژه د حق غوښتنې تر شعار لاندې پر مخ وړي.
هغه ویلي: د هېواد د ټولو قومونو، لږکیو، مذاهبو او خلکو حقوق یوازې د ټاکنو او د ملت د رأیې له لارې تأمینېږي.
هغه لیکلي: «د ټولو خلکو، قومونو، لږکیو او مذاهبو حقوق د خلکو رأیې ته په رجوع کې نغښتي دي. یو شمېر کسان په قصد سره حاشیه جوړوي او تفرقه خپروي، تر څو موږ خپل ستر هدف ته ونه رسېږو، او دا تفرقه خپرونه د حق غوښتنې تر نوم لاندې پر نورو قومونو تپی.»
حبیب الرحمن حکمتیار وایي، د داسې شعارونو په پورته کولو سره د دښمنانو ژرندی ته ته اوبه اچول کېږي او د هېواد د یووالي او همغږۍ روحیه له منځه ځي.
هغه د «زه افغان نه یم» د شعار کمپاین تنظیموونکو ته خطاب کړی او ویلي یې دي: کله چې په هېواد کې عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي، او د خلکو منتخب او باصلاحیته استازي د مليت، بیرغ، اساسي قانون، د نظام ډول او نورو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي، موږ به په قاطع ډول د دوی ملاتړ وکړو او د ولسي جرګې د پرېکړې پر وړاندې د هر ډول مخالفت په وړاندې به یو موټی ودرېږو.
حکمتیار لیکلي: «هغه کسان چې دا ډول خنډونه جوړوي، په دروغو ځانونه د انتخاباتو او جمهوریت ملاتړي بولي. هغوی قصداً قومي تعصباتو ته لمن وهي، تر څو ستونزې زیاتې کړي او د یووالي ټولې هڅې له منځه یوسي، تر څو منتخب نظام ته لاره پیدا نه شي. زه هغوی ته وایم: هېڅ افغان به د دې مخالفت ونه کړي، که د شفافو انتخاباتو له لارې منتخب د خلکو باصلاحیته استازي د بیرغ، اساسي قانون، د ولایتونو شمېر، د پلازمېنې نوم او نورو ملي مسایلو په اړه پرېکړه وکړي یا بدلون راولي، که څوک دا ونه مني، نو موږ ټول به په متحد ډول د هغه پر وړاندې ودرېږو.»

ښاغلي حکمتیار په پای کې لیکلي، نن ورځ په هېواد کې ټول ملت او ټول افغانان له خپلو اساسي حقونو څخه محروم دي. هغه زیاته کړې، موږ باید داسې طرحه پیاوړې کړو چې د هغې له لارې د ټول ملت او ټولو قومونو حقونه تضمین شي.
حکمتیار زیاتوي: «که جمهوریت ته باور لرئ، نو آیا دا غوښتنه منئ، یا به خپلو دروغجنو شعارونو ته د یوه ځانګړي قوم د حقونو په نوم دوام ورکوئ؟ نن ټول افغانان محروم دي. موږ باید داسې حل لاره وړاندې کړو چې د ټولو حقونه تضمین شي، او هېڅ څه له شفافو ټاکنو څخه غوره نه دي، تر څو بالاخره د خلکو استازي د هېواد برخلیک وټاکي. د دې ستر هدف پر وړاندې خنډ مه جوړوئ، بلکې د لاس ورکولو له لارې دې هدف ته د رسېدو لپاره یو ځای هڅه وکړئ. د خلکو د حقونو دفاع د نورو په سپکاوي کې نه ده نغښتې.»