برلین – په وروستیو میاشتو کې بېپیلوټه الوتکې یا ډرونونه د جرمني د اسمان ناخوښه مېلمانه ګرځېدلي دي؛ چوپې الوتنې چې ډېری وخت د هغو سیمو پر سر لیدل کېږي چې باید د هېواد تر ټولو خوندي ځایونه وي. تازه رسمي شمېرې ښيي چې دا الوتنې تصادفي نه، بلکې د اندېښنې وړ دوامداره بهیر دی د جرمني د فدرالي جنایي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ډسمبر تر نیمایي پورې، په ټول هېواد کې د ډرونونو د مشکوکو الوتنو څه باندې زر پېښې ثبت شوې دي. چارواکي وایي، دا شمېرې د ملي امنیت له پلوه جدي پوښتنې راپورته کوي
هولګر مونش، د جرمني د فدرالي جنایي ادارې مشر، له «بیلد» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «موږ د کال له پیل راهیسې د ټولو مشکوکو پېښو اړوند معلومات راغونډ کړي او یو عمومي انځور مو ترې جوړ کړی دی. په دې بهیر کې د جرمني پوځ هم شامل شوی، څو وضعیت په ګډه وڅېړل شي
د مونش په وینا، تر ټولو زیاتې ثبت شوې پېښې د پوځي تاسیساتو، هوايي ډګرونو او نورو حیاتي بنسټونو پر سر د ډرونونو الوتنې دي. په دې کې د وسلو جوړولو صنعتي شرکتونه، بندري تاسیسات او نور مهم اقتصادي او ستراتیژیک مرکزونه شامل دي
امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې ډول الوتنو دوام کولی شي د جرمني د ملي امنیت، اقتصادي ثبات او عامه خوندیتوب لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي. د جرمني حکومت ویلي چې د دې ستونزې د مهار لپاره به د څار، تخنیکي وسایلو او قانوني اقداماتو د پیاوړتیا هڅې لا زیاتې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl