د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د داعش ډلې ځالې او مرکزونه د پاکستان په خاوره کې فعال دي. نوموړي دا څرګندونې د ډیورند کرښې ته څېرمه د داعش د یوه غړي د نیول کېدو په غبرګون کې کړې دي
مجاهد وویل، د یاد کس نیول کېدل دا حقیقت روښانه کوي، چې داعش د افغانستان له پولې هاخوا منظم حضور لري او خپل فعالیتونه له هماغه ځایه تنظیموي. د طالبانو ویاند ټینګار وکړ، چې دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې طالبان تر دې وړاندې هم څو ځله د پاکستان په خاوره کې د داعش د فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د داعش پر ملاتړ تورونه
ذبیحالله مجاهد ادعا وکړه، چې داعش یوازې هلته موجود نه دی، بلکې په پاکستان کې له ملاتړ څخه هم برخمن دی. هغه وویل، تر هغه چې د دې ډلې ټول مرکزونه او پټنځایونه له منځه ولاړ نه شي، په سیمه کې به د تلپاتې ثبات او امنیت تأمین ستونزمن وي
د سیمې امنیت ته جدي ګواښ
د طالبانو ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې داعش نه یوازې افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره یو ګډ ګواښ دی او پر وړاندې یې مبارزه باید ریښتینې، صادقه او ګډه سیمهییزه هڅه وي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای د هغوی د ځپلو لپاره عملي ګامونه واخلي
روانې اندېښنې او تاوده بحثونه
د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي موضوعاتو تاوده بحثونه روان دي. شنونکي وایي، د داعش د فعالیتونو په اړه دا ډول تورونه ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي، خو په عین حال کې د سیمه ییز امنیت د ګډو ننګونو پر جدي والي هم رڼا اچوي
داعش په وروستیو کلونو کې د افغانستان او سیمې د بېثباتۍ یو مهم عامل بلل شوی او د دې ډلې د ریښو ایستل د سیمهییز ثبات لپاره یو حیاتي شرط ګڼل کېږي