د بریتانیا نامتو ورځپاڼې ګارډین په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په امریکا کې مېشت افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه افغان پیلوټان او پوځي همکاران چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه، اوس د نیول کېدو او حتی له امریکا د شړل کېدو له جدي خطر سره مخ دي
د راپور له مخې، دغه افغانان چې د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکا مهم متحدین بلل کېدل، له کلونو راهیسې د کډوالۍ د دوسیو د اوږدې او مبهمې ارزونې له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. ګارډین لیکي، د قانوني وضعیت ناپېژندلوالی، ځنډېدلې پرېکړې او د مهاجرتي قوانینو سختوالی د دې لامل شوی، چې ګڼ افغان پناهغوښتونکي ځانونه بېبرخلیکه احساس کړي.
وېره، بېباوري او رواني فشار
راپور زیاتوي، چې ډېری افغان پیلوټان او نور پناهغوښتونکي د ناڅاپي نیول کېدو، توقیف او اخراج له وېرې په دوامداره رواني فشار کې ژوند کوي. دا کسان وایي، که بېرته افغانستان ته واستول شي، نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي، ځکه د دوی پخوانۍ همکاري لا هم د انتقام سبب ګرځېدای شي
د بېړني اقدام غوښتنه
د ګارډین د راپور له مخې، افغان کډوال او د بشري حقونو ملاتړي له امریکايي حکومت څخه د عاجل اقدام غوښتنه کوي، څو د دې کسانو حقوقي وضعیت تثبیت شي، د پناه غوښتنې بهیر ګړندی شي او د نیولو او شړلو ګواښونه پای ته ورسېږي
دوی ټینګار کوي، امریکا اخلاقي او سیاسي مسوولیت لري چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې د جګړې په سختو کلونو کې یې د دې هېواد ترڅنګ ولاړ وو
یوه اخلاقي ازموینه
شنونکي وایي، د افغان پیلوټانو او پخوانیو همکارانو برخلیک د امریکا لپاره یوه اخلاقي او بشري ازموینه ده. که دا کسان یوازې پرېښودل شي، نو دا به نه یوازې د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي، بلکې د راتلونکو نړیوالو همکارانو لپاره به هم د باور دروند زیان واړوي
د ګارډین دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي او د هغوی راتلونکی لا هم له ناڅرګند برخلیک سره تړلی دی