news اخبار فوری
clock

روسیه غواړي د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي

روسیه غواړي د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي

روسي رسنیو د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچک له قوله راپور ورکړی، چې مسکو د افغانستان له لارې د یوې ترانزیټي اورګاډي پټلۍ د جوړولو په اړه لومړنۍ خبرې پیل کړې دي. د نوموړي په وینا، دا لاره کولی شي روسیه د نړۍ له جنوبي هېوادونو سره ونښلوي او د سیمې په سوداګرۍ او ترانزیت کې مهم رول ولوبوي

د روسي چارواکو په خبره، دا طرحه د بدیلو سوداګریزو لارو د پراخولو په موخه وړاندې کېږي، څو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي. افغانستان، د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله، له اوږدې مودې راهیسې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو د څلورلارې په توګه پېژندل کېږي

خو د شنونکو په باور، د داسې سترې پروژې عملي کېدل له جدي ننګونو سره مخ دي. د امنیت ټینګښت، د تخنیکي زیربناوو برابرول او روښانه اداري میکانیزمونه هغه شرطونه دي چې پرته له هغوی دا پروژه عملي کېدای نه شي، په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې

سربېره پر دې، د طالبانو له ادارې او د سیمې له هېوادونو سره همغږي د دې پروژې بل مهم او حساس اړخ بلل کېږي. څارونکي وایي، د همکارۍ د څرنګوالي، شفافیت او سیاسي او اقتصادي پایلو په اړه لا هم جدي پوښتنې شته

تر اوسه روسي لوري د یادې اورګاډي پټلۍ د دقیق مسیر، لګښتونو او د عملي کېدو د مهالوېش په اړه کوم جزئیات نه دي خپاره کړي، او دا موضوع د فرصتونو تر څنګ په یو لړ ابهامونو کې نغښتې پاتې ده

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto