د رویترز خبري اژانس د امریکایي څېړونکو له قوله راپور ورکړی چې روسیه احتمالاً خپل هایپرسونیک توغندي، چې د اټومي سرګلولې د لېږد وړتیا لري، د بلاروس په یوه هوايي اډه کې ځای پر ځای کړي دي. دا ګام د اروپا د امنیت لپاره یو نوی او جدي ګواښ بلل کېږي
رویترز د شنبې په ورځ، د دسمبر ۲۷مه، راپور ورکړی چې امریکایي څېړونکو د سپوږمکۍ له انځورونو څخه په ګټې اخیستنې سره د بلاروس په ختیځ کې د «کریچیف» په نوم یوې متروکې هوايي اډې کې د دغو توغندیو د انتقال نښې لیدلې دي. د راپور له مخې، دا اډه له کلونو راهیسې فعاله نه وه، خو اوس د نوو پوځي فعالیتونو نښې پکې د پوتین نوی پوځي پلان
په نوم هایپرسونیک توغندي بلاروس ته ولېږدوي. دا توغندي د ډېر لوړ سرعت، د پرمختللو دفاعي سیستمونو د تېریدو وړتیا او د اټومي سرګلولو د انتقال امکان لري
امریکایي څېړونکو خبرداری ورکړی چې پوتین دا ګام د دې لپاره اخلي، څو د توغندیو د ویش او ویشتلو وړتیا پراخه کړي او وکولای شي د اروپا ډېری برخې تر مستقیم ګواښ لاندې راولي
د امریکایي کارپوهانو خبرداری
د امریکا پوځي کارپوه جان فورمن ویلي، کرملېن غواړي د دغو وسلو په بلاروس کې ځای پر ځای کولو سره د روسیې د توغندیز ځواک لاسرسی د اروپا ژورو سیمو ته وغځوي. د هغه په وینا، دا کار به روسیې ته دا توان ورکړي چې په ډېر کم وخت کې پر مهمو اروپایي هدفونو برید وکړي
فورمن زیاته کړې چې د بلاروس جغرافیایي موقعیت، مسکو ته دا فرصت ورکوي چې د ناټو ختیځې پولې تر سخت فشار لاندې راولي
د اوکراین اندېښنې
تر دې وړاندې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم خبرداری ورکړی و چې روسیه د بلاروس له خاورې د اوکراین د دفاع د کمزوري کولو او پر کییف د فشار د زیاتولو لپاره کار اخلي. هغه ویلي وو چې بلاروس د روسیې لپاره د پوځي عملیاتو یو مهم پُل ګرځېدلی دی
سیمه ییز او نړیوال اغېز
شنونکي باور لري چې که دا راپورونه تایید شي، نو دا به د اروپا امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي او د ناټو او روسیې ترمنځ به کړکېچ نور هم ژور کړي. په ځانګړي ډول، د هایپرسونیک او اټومي وړتیا لرونکو وسلو ځای پر ځای کول کولای شي د وسلو د سیالۍ نوی پړاو پیل کړي.
په داسې حال کې چې مسکو تر اوسه په رسمي ډول دا راپور نه دی تایید کړی، خو نړیوالې ټولنې ته دا پرمختګ یو جدي خبرداری ګڼل کېږي، او تمه ده چې د لوېدیځ له لوري پرې توند غبرګون وښودل شي
د راپور په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پلان لري چې د «اورېشنیک»تر سترګو کېږي