د متحده عربي اماراتو ولسمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د جمعې په ورځ (د جدي ۵مه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر پاکستان ته ورسېد . دا سفر د اسلاماباد او ابوظبي ترمنځ د نږدې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي
د اماراتو د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د «نورخان» په هوايي اډه کې د اماراتو ولسمشر ته تود هرکلی وویل شو. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو مشر، جنرال عاصم منیر، په رسمي مراسمو کې د نوموړي هرکلی وکړ
د لوړې کچې لیدنې او مهمې خبرې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې شیخ محمد بن زاید به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره رسمي لیدنه وکړي. په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او امنیتي همکاریو په اړه پراخ بحثونه وشي
سربېره پر دې، تمه ده چې دواړه مشران به د سیمې پر وروستیو تحولاتو او مهمو نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړي، په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا امنیت، اقتصادي ثبات او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ موضوعات
تاریخي اړیکې او ګډې ګټې
پاکستان او متحده عربي امارات له اوږدې مودې راهیسې نږدې دوستانه اړیکې لري. امارات د پاکستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه شمېرل کېږي او په بېلابېلو برخو، لکه زیربناوو، انرژۍ او بشري مرستو کې یې پراخې پانګونې کړې دي
سیاسي شنونکي باور لري چې دا سفر کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري نوره هم پراخه کړي او پاکستان ته د نوو پانګونو د جلب زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې اسلاماباد له اقتصادي ننګونو سره مخ دی
د سفر اهمیت
د شیخ محمد بن زاید دا رسمي سفر د سیمې په سیاسي ډګر کې هم مهم بلل کېږي، ځکه چې پاکستان او امارات هڅه کوي د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او ګډو ستراتیژیکو ګټو لپاره لا نږدې همکاري وکړي
تمه ده چې د دې سفر په پایله کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په بېلابېلو برخو کې مهم تفاهملیکونه او هوکړې هم لاسلیک شي، چې دا به د اسلاماباد او ابوظبي اړیکو ته نوی فصل پرانیزي