اسلامي ورورولي؛ سراج الحق، د پاکستان د جماعت اسلامي مشر، د حکمتيار پوښتنه وکړه
-
احمد
02 دلو 1404
234
اسلامي ورورولي؛
سراج الحق، د پاکستان
د جماعت اسلامي مشر، د حکمتيار پوښتنه وکړه
بریانیوز:(پنجشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش د دلو ۲مه) د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر پرون (چهارشنبه، د دلو ۱مه) د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ښاغلي ګلبدین «حکمتیار» سره ولیدل.
سراجالحق، د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر ویلي دي چې هغه له ګلبدین حکمتیار، د اسلامي حزب له مشر سره، په مالیزیا کې لیدنه کړې ده.
نوموړي په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د حکمتیار د روغتیا پوښتنه کړې او د افغانستان د وضعیت، د ګاونډیو هېوادونو او د ټول اسلامي امت په اړه یې بحث او د نظر تبادله کړې ده.

د یادونې وړ ده چې ګلبدین حکمتیار د خپلې ناروغۍ د درملنې په موخه مالیزیا ته سفر کړی دی.
تر دې وړاندې د مالیزیا صدراعظم ښاغلي ابراهیم انور هم په روغتون کې د ښاغلي حکمتیار پوښتنه کړې وه.
ښاغلی ګلبدین حکمتیارد افغانستان له اصولپالو جهادي مشرانو څخه دی، چې نږدې نیمه پېړۍ یې د افغانستان په سیاسي بدلونونو او تحولاتو کې فعاله ونډه لرلې ده.
حکمتیار نه یوازې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د افغانستان د ملت په جهاد کې مرکزي او رهبري کوونکی رول درلود، بلکې د نورو جهادي مشرانو پر خلاف یې د امریکا او انګلستان په مشرۍ د ناټو پوځي یرغل هم وغنده او د جهاد په اعلان سره یې د افغانستان له ولس څخه وغوښتل چې د لوېدیځو اشغالګرو پر وړاندې د خپلې ازادۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

همدارنگه د پاکستان جماعت اسلامي (JIP) چې د دغه هېواد له اغېزناکو اسلامي ګوندونو څخه شمېرل کېږي، د ۱۹۴۱ کال د اګست په ۲۶مه د ابوالاعلی مودودي له خوا په لاهور کې تاسیس شو. دغه ګوند د شریعت پر بنسټ د اسلامي نظام د رامنځته کولو او د فردي، ټولنیز او اقتصادي ژوند په ټولو برخو کې د اسلامي ارزښتونو د بیا راژوندي کولو په موخه جوړ شو.
د دې ګوند محوري مفکوره، چې د مودودي له لیدلوري سرچینه اخلي، د «الهي حاکمیت» پر مفهوم ولاړه ده، چې ټینګار کوي انساني قوانین باید له شریعت سره سمون ولري، څو ټولنیز، اخلاقي او معنوي عدالت ټینګ شي.

مودودي، د یو نامتو مفکر په توګه، اسلام نه یوازې یو دین بلکې د ټولنې د ادارې لپاره یو بشپړ نظام باله او د تاوتریخوالي له لارې د انقلاب پر ځای یې د ښوونې، د اثارو د خپرولو او ټولنیزو فعالیتونو له لارې د تدریجي اصلاحاتو غوښتنه کوله.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1448
-
اخبار افغانستان
460
-
مقاله
138
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl