news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا پوځ د داعش زرګونه زندانیان له سوریې عراق ته لېږدوي؛ د سیمې د امنیت لپاره «حیاتي» ګام

د امریکا پوځ د داعش زرګونه زندانیان له سوریې عراق ته لېږدوي؛ د سیمې د امنیت لپاره «حیاتي» ګام
بريانيوز:(جمعه ۳دلو ۱۴۰۴)  د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې له سوریې څخه عراق ته د داعش ډلې د زرګونو زندانیانو د انتقال بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی؛ هغه اقدام چې د امنیتي ګواښونو د مهار، د زندانیانو د احتمالي تېښتې د مخنیوي او د سیمې د عمومي ثبات د ټینګښت لپاره خورا مهم بلل کېږي

د سنتکام د معلوماتو له مخې، د دې عملیاتو لومړی پړاو د چهارشنبې په ورځ، د دلو په لومړۍ نېټه عملي شوی، چې په ترڅ کې یې د سوریې د حسکه ښار له یوه توقیف‌ځایه ۱۵۰ داعش زندانیان عراق ته ولېږدول شول. امریکايي پوځ ویلي، دا زندانیان یو خوندي او له مخکې ټاکل شوي مرکز ته انتقال شوي او د عملیاتو پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي

سنتکام ټینګار کړی چې دا بهیر به په تدریجي ډول دوام ومومي او په مجموع کې شاوخوا اووه زره داعش زندانیان د دې لېږد په پلان کې شامل دي. د امریکا پوځ په وینا، د انتقال ټول پړاوونه د لوړو امنیتي معیارونو پر بنسټ تنظیم شوي او د ځمکنیو او هوايي ځواکونو بشپړ ملاتړ هم ورسره شته، څو د هر ډول احتمالي پېښې مخه ونیول شي

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، ادمیرال برد کوپر، دا اقدام «حیاتي» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د داعش د زندانیانو هر ډول تېښته کولی شي د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړي. د هغه په وینا، داعش لا هم هڅه کوي خپلې شبکې بیا فعالې کړي او که زندانیان وتښتي، نو د دې ډلې د بیا منسجم کېدو خطر به څو چنده زیات شي

ادمیرال کوپر زیاته کړې چې د دې موضوع اغېزې یوازې پر سوریه او عراق نه محدودېږي، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم ترې اغېزمن کېدای شي. هغه افغانستان او د هغه ګاونډ هېوادونه د داعش د فراملي فعالیتونو له امله د امنیت له پلوه د پام وړ یاد کړي او ویلي یې دي چې هر ډول بې‌ثباتي کولی شي پولې واوړي او پراخې امنیتي ستونزې رامنځته کړي

سنتکام همدارنګه ټینګار کړی چې دا بهیر د عراق له حکومت سره په بشپړه همغږۍ ترسره کېږي. د امریکا پوځ ویلي، بغداد د داعش پر ضد د مبارزې اوږده تجربه لري او د عراق امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې دا زندانیان تر جدي څار او کنټرول لاندې وساتي. د سنتکام په باور، د زندانیانو عراق ته لېږد به د سوریې پر توقیف‌ځایونو وارد فشار راکم کړي او د داعش د احتمالي بیا فعالیت مخه به ونیسي

د راپورونو له مخې، د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې له تېرو کلونو راهیسې زرګونه داعش زندانیان په بېلابېلو توقیف‌ځایونو کې ساتل کېږي. دغه زندانونه، چې ډېری یې د سیمه‌ییزو ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، له وخت سره د امنیتي ستونزو، فشارونو او د بریدونو له ګواښونو سره مخ شوي دي. په تېرو کلونو کې د زندانیانو د پاڅون او د تېښتې د هڅو راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو اندېښنې یې زیاتې کړې وې

تر اوسه د عراق حکومت د دې لېږد بهیر په اړه خپله همغږي تایید کړې، خو د زندانیانو د دقیقو ځایونو او د راتلونکو پړاوونو د وخت‌بندۍ په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. چارواکو ویلي، دا معلومات د امنیتي دلایلو له امله محرم ساتل کېږي

شنونکي وایي، د داعش د زندانیانو د لېږد موضوع یوه ډېره حساسه امنیتي مسئله ده چې د سیمې پر ثبات مستقیم اغېز لري. د هغوی په باور، د دې بهیر بریالیتوب به تر ډېره د امریکا، عراق او د سیمې د نورو اړوندو لوریو ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ، قوي امنیتي تدابیرو او یوې اوږدمهالې، حساب شوې ستراتیژۍ پورې تړلی وي؛ داسې ستراتیژي چې موخه یې د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو مخنیوی او د سیمې د سولې او ثبات ټینګښت وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto