news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د قطر له چارواکي سره د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د قطر له چارواکي سره د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د قطر له چارواکي سره د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې

 بریانیوز:(پنجشنبه،۲۱ حوت۱۴۰۴)

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د ټېلېفوني اړیکې له لارې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له دولتي وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د سیمې پر وروستیو حالاتو او له پاکستان سره د روانو نښتو په اړه خبرې کړې دي

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټېلېفوني خبرو کې دواړو لورو د سیمې د امنیتي وضعیت، وروستیو سیاسي بدلونونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو په اړه نظرونه تبادله کړل

د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي د سیمې وروستي بدلونونه مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د ثبات، همکارۍ او خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي

بل لور ته، د قطر چارواکي هم د سیمې د حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغانستان د وضعیت په اړه یې د دوامداره اړیکو او سیاسي خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ

د یادونې وړ ده چې قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سیاسي چارو په برخه کې مهم رول لوبولی او د نړیوالو او طالبانو ترمنځ د ډېرو خبرو اترو کوربه پاتې شوی دی

شنونکي وایي چې دا ډول ډیپلوماتیکې اړیکې ښيي چې طالبان هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې پراخې کړي او د سیمه ییزو ستونزو د حل لپاره د خبرو لاره وساتي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto