د ایران او امریکا شخړه تاوده پړاو ته ننوتله؛ د تېلو بېړیو سوځېدو او د انرژۍ بازارونو کې ګډوډي
د ایران او امریکا شخړه تاوده پړاو ته ننوتله؛ د تېلو بېړیو سوځېدو او د انرژۍ بازارونو کې ګډوډي
بریانیوز:(پنجشنبه،۲۱ حوت۱۴۰۴)
په منځني ختیځ کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ روانه شخړه ورځ تر بلې سختېږي. تازه راپورونه ښيي چې ایران د عراق په اوبو کې د تېلو دوو بېړیو ته اور اچولی او ورسره یې په سیمه کې د انرژۍ او ټرانسپورټي تاسیساتو پر ضد بریدونه هم زیات کړي دي
د سیمه ییزو سرچینو له مخې، دغه پېښه په داسې وخت کې شوې چې ایران نړۍ ته خبرداری ورکړی، که جګړه همداسې روانه پاتې شي نو د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د هر بېرل بیه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو پورې لوړه شي. شنونکي وایي چې د انرژۍ پر تاسیساتو او د تېلو پر لارو بریدونه د نړیوال اقتصاد لپاره جدي ګواښ بلل کېږي
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا لا دمخه دغه جګړه ګټلې ده. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د امریکا او اسرائیلو ګډو هوايي بریدونو د ایران پوځي او ستراتیژیک توان سخت کمزوری کړی دی
دا جګړه نږدې دوه اونۍ وړاندې هغه مهال پیل شوه، کله چې امریکا او اسرائیلو پر ایران پراخ هوايي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، تر اوسه د دغو بریدونو او ورپسې نښتو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي
بل لور ته، د جګړې دوام د نړۍ د انرژۍ بازارونه هم سخت اغېزمن کړي دي. د نړیوالو اقتصادي څېړنو بنسټونه وایي چې د تېلو بیې د جګړې له پیل وروسته په چټکۍ لوړې شوې دي او که شخړه نوره هم پراخه شي نو نړیوال بازارونه به له لا ستر بحران سره مخ شي
سیاسي شنونکي باور لري چې که د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی کم نه شي، دا شخړه ښايي یوازې په منځني ختیځ پورې محدوده پاتې نه شي او د نړۍ په اقتصاد او سیاست به ژور اغېز وکړي
اوس مهال نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د حل لاره ومومي، خو تر اوسه کومه روښانه نښه نه لیدل کېږي چې جګړه به ژر پای ته ورسېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?