نیویارک کې د افغانستان د وضعیت په اړه نړیواله غونډه ترسره شوه
بریانیوز:(چهارشنبه،۲۰ حوت۱۴۰۴)
په نیویارک کې د امریکا په کوربتوب یوه مهمه غونډه ترسره شوه چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې. دغه غونډه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې جوړه شوې وه او تمرکز یې په افغانستان کې پر سیاسي، اقتصادي او بشري حالاتو و
په غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغانانو اقتصادي ستونزې، د بشري مرستو اړتیا او د خلکو د اساسي حقونو موضوعات باید جدي وڅېړل شي. د ګډونوالو په وینا، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي
د غونډې پر مهال د افغانستان د واکمنو، یعنې طالبان تر واک لاندې د هېواد سیاسي او ټولنیز حالت هم وڅېړل شو. ځینو استازو ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی او باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لارې ولټول شي
یو شمېر هېوادونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې باید بشري مرستې زیاتې شي، ځکه چې میلیونونه خلک له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغوی زیاته کړه چې نړیوالې ادارې باید له افغانانو سره د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او زده کړو په برخه کې مرستې زیاتې کړي
کارپوهان باور لري چې دا ډول نړیوالې غونډې کولی شي د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې همکارۍ لاره هواره کړي، خو ټینګار کوي چې عملي اقدامات او دوامداره ملاتړ د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره خورا مهم دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?