کابل ـــــ راشد خان د کابل پر وروستیو بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړه
(سه شنبه،۲۶حوت۱۴۰۴)بریا نیوز
د افغانستان نومیالی لوبغاړی راشد خان پر کابل د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده
نوموړي ویلي چې د دې بریدونو له امله د سلګونو بې ګناه خلکو وژل کېدل او ټپي کېدل ډېر دردوونکي دي او دا کار یې په کلکو ټکو غندلی دی. هغه دا بریدونه «وحشیانه» بللي او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي
راشد خان زیاته کړې: «زه په دې سخت وخت کې د خپل دردېدلي ملت تر څنګ ولاړ یم.» هغه همدارنګه له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د دې پېښې بشپړه څېړنه وکړي او د پېښې عاملین عدالت ته وسپاري
تر اوسه د دغو بریدونو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کېږي. کارپوهان وايي چې د دې ډول پېښو دوام کولای شي د سیمې وضعیت لا پسې خراب کړي او د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1475
-
اخبار افغانستان
483
-
مقاله
168
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl