د نهضت د ۵۷مې کلیزې په مناسبت د حزب اسلامي د بهرمېشتو متعهدینو غونډې ته د حکمتیار پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د نهضت د ۵۷مې کلیزې په مناسبت
د حزب اسلامي د بهرمېشتو متعهدینو غونډې ته د حکمتیار پیغام
﴿فَٱصۡبِرۡ إِنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞۖ وَلَا يَسۡتَخِفَّنَّكَ ٱلَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ﴾ (الروم: ۶۰)
نو صبر وکړه، بېشکه د الله تعالیٰ وعده حق ده، او هغوی چې يقين نهلري، تا دې سپک نهګڼي.
ګرانو وروڼو او خويندو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، أما بعد:
بریانیوز:(یکشنیه،۳۰ حمل۱۴۰۵) د هېواد د اسلامي نهضت د بنسټ اېښودنې د ۵۷مې کليزې په مناسبت تاسو، زموږ وياړلي او شهيدپاله ملت، او د اسلامي امت ټولو غړو ته مبارکي وايم. الله تعالیٰ ته دعاء کوم چې د دغې خدايي لارې د رښتينو او مؤمنو ملګرو لوړ او سپېڅلي آرمانونه ژر تر ژره تحقق ومومي، او هغوی ته دا توفيق په برخه کړي چې د دغې لارې پاتې مزل هم په ټينګو ګامونو، کلک باور او د الهي نصرت پر نهماتېدونکو ژمنو او بشپړ إطمئنان سره روان وساتي، تر څو ډېر ژر يو آزاد، خپلواک، له جګړې او ناامنۍ خلاص، او په رښتيني ډول يو اسلامي نظام لرونکی افغانستان ووينو، او اسلامي امت په هغه مقام کې ووينو چې تېر عزت، مجد او هيبت يې بيا راژوندی شوی او له اوسني دردناک او د ذلت ډک حالت خلاص شوی وي.

بې له شکه موږ خپلو ډېرو لوړو آرمانونو ته رسېدلي يو؛ د خپلو برياوو او د آرمانونو د تحقق په برخه کې د خپل پالونکي رب د عناياتو منندوی يو. بايد هېڅ شک ونهلرو چې پاتې آرمانونه به مو هم د الهي لُطف او مهربانۍ له مخې پوره شي. اړينه ده چې په ټينګو ګامونو، قوي إرادې او د الهي نصرت پر بشپړ باور سره مخته لاړ شو. موږ چې د مغرور شوروي ماتې، د وارسا تړون زوال او ړنګېدل، د ناټو ماتې او له افغانستان د هغوی د ځواکونو وتل ليدلي دي، آيا د دوو لويو او نابرابرو جګړو په ډګر کې د مجاهدينو هغه بېسارې ستره بريا، چې د وخت د دوو بېسياله سترو قدرتونو پر وړاندې يې ترلاسه کړه، بسنه نهکوي؛ چې لا زيات د روښانه راتلونکي هيله ولرو؟ بايد دغو لاسته راوړنو ته ارزښت ورکړل شي او د دې ستر ميراث ساتنه د مؤمنو مجاهدينو يوه دروند امانت وګڼل شي.
د ۵۷ کلنې مبارزې لاسته راوړنې، او د مؤمنو مبارزينو د کړاوونو او بېدريغه قربانيو حاصل؛ د يو مجاهد نسل ميراث او د شهيدانو، ټپيانو، يتيمانو، کونډو ښځو او سپينږيرو او کمزورو پلرونو امانت دی. د دې ساتنه او پالنه د هر هغه چا ايماني دنده ده چې له يوې خوا يې له خپل رب او له بلې خوا يې له خپلو همسنګرو سره رښتينی تعهد کړی دی.
موږ بايد په ټول ايماني جرأت، مېړانې، ټينګښت، وقار، بېوېرې او بېوقفې مخته لاړ شو، د کورنيو او بهرنيو دښمنانو ښکاره او پټې دسيسې شنډې کړو او دا طوفانځپلې بېړۍ په خوندي توګه د نجات تر ساحله بدرګه کړو.
په همدې اړه خپل پروردگار ته صميمانه شکر أداء کوم چې د اسلامي نهضت وفادار متعهدين يې په ټولو سختو او له ستړياوو په ډکو ازموينو کې داسې رهبري کړل، چې د اوږدې مبارزې په لوړو ژورو او سختو پړاوونو کې يې؛ نه له الله تعالیٰ سره په خپل کړي تعهد کې خيانت وکړ، نه له اسلام، وطن، ملت او د نهضت له اهدافو او آرمانونو سره، بلکې پر خپلو ژمنو کلک ودرېدل؛ ځينې يې پر همدې سپېڅلې لار کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، او ځينې نور يې لا هم پر خپل کړي عهد کلک ولاړ او ترسراوي ته يې په طمع او منتظر دي.

ګرانو وروڼو او خويندو!
هغه جګړه چې شوروي په افغانستان کې پيل کړه، او وروسته د امريکا په مشرۍ ناټونظامی تړون ته په ميراث پاتې شوه، او بيا عراق، سوريې، ليبيا، سوډان، يمن، اوکراين او تر لبنان، ايران او عربي هېوادونو پورې وغځېده؛ او د مظلومې او يتيمې غزې د وير او ورانۍ فاجعه يې هم منځته راوړه. په پاکستان کې يې هم د جګړې لمبې بلې کړې، او د کابل او اسلاماباد تر منځ شخړو ته يې هم لاره هواره کړه؛ او بالاخره نن ورځ خو يې ټوله نړۍ هم د اټومي جګړې په پولو درولې ده. که دا حالت همداسې دوام وکړي او ژر تر ژره مهار نهشي، ښايي پر يوې بلې نړۍوالې جګړې هم بدل شي.
دغه خونړۍ جګړې له يوې خوا د نړۍ د اوسني نظم کمزوري او ناکامي په ډاګه کړه او څرګنده يې کړه چې د يو قطبي نړۍ نظريه او د لويو قدرتونو يو اړخيزه برلاسی د جګړو اصلي لامل دی، چې نړۍ د تباهۍ پر لوري بيايي؛ او له بلې خوا يې ټولو هوښيارو او ويښ ضميرو انسانانو ته دا ثابته کړه چې د زورواکو او اشغالګرو قدرتونو ملګرتيا او د ظالمانو ملاتړ، حتمي ناوړه پايلې لري، او په پای کې به هم ظالم او هم د هغه ملاتړي له سزا سره مخ کېږي. د الله تعالیٰ نهبدلېدونکی سنت دا دی چې ظالمان او د هغوی ملاتړي به حتماً مجازات کېږي او د مظلومانو غچ به ترې اخېستل کېږي.

تاريخ شاهدي ورکوي چې هر څوک د ظالم تر څنګ د مظلوم پر ضد درېدلی، بالآخره د هماغه ظالم او يا د بل چا له لوري مجازات شوی؛ لکه څنګه چې د اوکراين سرتېري د شوروي په پوځ کې د افغانانو پر ضد وجنګېدل، خو نن د روسيې د سختو بريدونو لاندې دي. هغه هېوادونه چې د افغانستان په اشغال کې يې له ناټو سره مرسته وکړه، نن ټول په خونړيو جګړو کې ښکېل دي؛ هماغه ځواکونه چې د هغوی د ملاتړ تمه يې لرله، نن د دغو جګړو عامل ګرځېدلي.
که اسلامي امت متحد وای، لږ تر لږه د اروپا د اتحادیی په څېر يووالی يې درلودای، او که د يوه اسلامي هېواد پر وړاندې د يرغل پر مهال نورو هېوادونو له يرغلګرو سره مرسته نهوای کړې، نو هېڅکله به له دې دردناک برخليک سره نه مخ کېدل. په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې د نړۍ ډېری جګړې په اسلامي هېوادونو کې شوې دي، او قربانيان يې هم مسلمانان دي. د اسلامی امت تر منځ نفاق، قومي، مذهبي او سياسي وېش او پر پرديو تکيه سبب شوې چې دا ستر امت له خپل حقيقي مقام څخه بېبرخې شي، سره له دې چې د نړۍ زياتره طبيعي شتمنۍ، ستراتېژيک موقعيتونه او اقتصادي لارې د دوی په واک کې دي.
غزه؛ سره له کوچنيوالي، په ډېرې زړورتيا او مقاومت سره د بېساري يرغل پر وړاندې ودرېده؛ ورپسې ايران هم د يو لوی ګډ يرغل پر وړاندې مقاومت وکړ. که مسلمانان متحد شي، هېڅ ځواک به د هغوی پر وړاندې د يرغل جرأت ونهکړي.
ګرانو وروڼو او خويندو!
د افغان مسلمان ولس هيله دا وه او ده چې پس له د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په۲۰۲۱ کال، نه له کورنيو شخړو سره مخ شي، نه له نيابتي جګړو او نه له بهرنيو يرغلونو سره؛ بلکې خپل منتخب اسلامي نظام ولري، خپل برخليک خپله وټاکي، او خپل مشران د خپل هېواد دننه وټاکي، او دا ترخه تجربه بيا تکرار نهشي چې مشران يې بهرنيان وټاکي او د خپلو الوتکو او ټانکونو په زور يې کابل ته راولي.

د ملت غوښتنه او د اسلام څرګنده لارښوونه دا ده؛ چې د هېواد واک او مشرتوب، چې يو الهي او ملي امانت دی، هغه چا ته وسپارل شي چې وړتيا، امانتداري او د شريعت پابندي ولري، او چارې د خلکو او د هغوی د باور وړ استازو په مشوره مخته يوسي. که د ملت ارادې ته درناوی ونهشي او د اسلام اصلي او اساسي لارښوونو ته واقعي ژمنتيا ونه ساتل شي، نو راتلونکې به لا سخته وي. اوسنی حالت نه يوازې د مؤمنو افغانانو له هيلو سره سمون نهلري، بلکې د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نهدی؛ ټول د اسلامي اصولو په رڼا کې د ژر او مثبت بدلون غوښتونکي دي.
د ملت د واقعي استازو شوری نشتوالی، د اساسي قانون نشتوالی او د خلکو د خوښې حکومت نهشتون هغه ستونزې دي، چې بايد ژر تر ژره حل شي. بايد د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه ملي اجماع رامنځته شي؛ د حکومت د جوړښت، کورنيو او بهرنيو سياستونو، جګړې او سولې په اړه ګډ توافق ضروري دی، تر څو هېڅڅوک په خپل سر پرېکړه ونهکړي. که داسې ونهشي، افغانستان به يو ځل بيا د بهرنيو قدرتونو د نيابتي جګړو ډګر وګرځي.
إن شاء الله، مهربان پروردگار به زموږ ګران افغانستان؛ د ايمان او عزت دا سنګر، او د شهيدانو پر وينو دا رنګينه خاوره به د ټولو کورنيو او بهرنيو دښمنانو له شره ساتي، او د هغو کسانو شومې نقشې به شنډوي؛ چې د فتنې جوړولو او د جګړې اور د بيا بلولو په کمين کې دي.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?