news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

طالبان له خپلو جنګیالیو پرته نور ټول ملت د عفوې محتاج او منندوی ګڼي

طالبان له خپلو جنګیالیو پرته نور ټول ملت د عفوې محتاج او منندوی ګڼي

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ویلي چې د پخواني حکومت له کارکوونکو او مخالفانو سره یې د اعلان شوې عمومي عفوې له مخې حساب نه دی کړی او نه به یې وکړي.

بریانیوز - پنجشنبه، ١٤ جوزا ١٤٠٥

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زون د نهو ولایتونو له والیانو، د علماوو شوراګانو له رییسانو او د استیناف محکمو له چارواکو سره په کندهار کې د لیدنې پر مهال ویلي، هغه عمومي بښنه چې د خپلو مخالفانو لپاره یې اعلان کړې وه، لا هم پر خپل ځای ده او دوی له پخوانیو مخالفانو سره حساب نه کوي.

هبت الله اخوندزاده ویلي، دغه بښنه یې د دې لپاره اعلان کړې وه چې د غچ اخیستنې مخه ونیول شي او په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي. نوموړي زیاته کړې چې د پخواني حکومت ډېری منسوبینو وسلې پر ځمکه کېښودې او د همدې بښنې له مخې ورسره حساب نه دی شوی او نه به هم وشي.
هغه خپلو والیانو او چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د عفوې، زغم او د بدیو د له منځه وړلو پیغام خلکو ته ورسوي او خلک وهڅوي چې یو له بل سره بښنه او نرم چلند وکړي.
د طالبانو مشر همداراز ټینګار کړی چې د شریعت او امربالمعروف او نهی عن المنکر احکام باید په بشپړه توګه عملي شي او د دوی چارواکي باید لومړی د ده فرمانونه پر ځانونو تطبیق کړي او بیا یې خلکو ته ورسوي.
سره له دې چې طالبان د عمومي بښنې خبره کوي، خو په وروستیو کلونو کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجې، زنداني کولو او حتی په زندانونو کې د ځینو د مړینې راپورونه هم خپاره شوي دي. سربېره پر دې، لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرموزې وژنې رامنځته کېږي چې عاملین یې په ډاګه نه دي او د ډېرو پېښو په اړه روښانه او قانع کوونکي معلومات نه دي وړاندې شوي.
یو شمېر منتقدین په دې باور دي چې د طالبانو چلند داسې انګېرنه رامنځته کړې چې ګواکې د دوی د جنګیالیو پرته د ټولنې ډېری نور قشرونه د شک او تور تر سیوري لاندې ګڼل کېږي او له خلکو تمه کېږي چې د طالبانو له اعلان شوې عفوې څخه منندوی واوسي. خو د دې تر څنګ، ګڼ افغانان لا هم د خپلو مدني، سیاسي او ټولنیزو حقونو د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.
د طالبانو ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د علماوو شوراګانو غړو په دې ناسته کې له مولوي هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت هم نوی کړی دی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto