مطیعالله ویسا د فرانسې د ازادۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړه
بریانیوز(جمعه ، ۱۵ جوزا ١٤٠٥)
د افغانستان د زدهکړو فعال د فرانسې د نورماندي سیمې له لوري په ځانګړو رسمي مراسمو کې د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ معتبره نړیواله جایزه ترلاسه کړه
ویسا په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو، د زدهکړو د حق د ملاتړ لپاره پراخ فعالیتونه ترسره کړي او د پوهنې د ارزښت په اړه یې د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې کړې دي
د جایزې د ورکولو په مراسمو کې د نورماندي مسئولینو د زدهکړو د ودې، د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او د ټولنیز پوهاوي په برخه کې د ویسا هڅې وستایلې او هغه یې د پوهنې د لاسرسي لپاره د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو بېلګه وبلله
مطیعالله ویسا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته ویلي چې دا ویاړ یوازې د هغه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د ټولو هغو کسانو د هڅو ستاینه ده چې د زدهکړو د پراختیا او د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره کار کوي
شنونکي باور لري چې د نړیوالو جایزو ترلاسه کول د افغان مدني او ټولنیزو فعالانو هڅو ته نړیواله پاملرنه را اړوي او د پوهنې او بشري حقونو اړوند موضوعات لا ډېر د نړیوالو بحثونو برخه ګرځوي
دا جایزه په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د افغانستان د زدهکړو وضعیت او د ماشومانو د تعلیمي فرصتونو موضوع لا هم د نړیوالو بنسټونو او ټولنیزو فعالانو د پام وړ موضوع ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1678
-
اخبار افغانستان
760
-
مقاله
369
-
سیاست
99
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl