پاکستان: د افغانستان له پولې د بندېدو او سوداګریزو خنډونو له امله له ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی
پاکستان: د افغانستان له پولې د بندېدو او سوداګریزو خنډونو له امله له ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی
بریانیوز(پنجشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥
پاکستاني چارواکي وایي چې له افغانستان سره د پولې تړل کېدو او په سیمهییزو سوداګریزو لارو کې د رامنځته شویو خنډونو له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته له ۱.۴ میلیاردو ډالرو زیات زیان اوښتی دی
د چارواکو په وینا، د سرحدي تګ راتګ محدودېدل او د سوداګریزو لېږدونو ځنډ د صادراتو او وارداتو پر بهیر منفي اغېز کړی، چې له امله یې سوداګر، صنعتکاران او د لېږد رالېږد سکتور له جدي ستونزو سره مخ شوي دي
راپورونه ښيي چې د مهمو سوداګریزو لارو بندښت د توکو د رسولو بهیر ټکنی کړی او ګڼ شمېر سوداګریز مالونه د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي، چې دې وضعیت مالي زیانونه نور هم زیات کړي دي
پاکستاني مسئولین باور لري چې د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټي فعالیتونو دوام د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی او د سرحدي لارو پرانیستل کولی شي د سوداګریزو اړیکو د عادي کېدو او اقتصادي زیانونو د کمېدو لامل شي
اقتصادي شنونکي وایي چې افغانستان او پاکستان د یو بل مهم سوداګریز شریکان دي او د سرحدي لارو هر ډول اوږدمهاله بندښت نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد اغېز کوي، بلکې د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ پر بهیر هم منفي سیوری غوړوي
دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او سرحدي تګ راتګ په اړه اندېښنې لا هم دوام لري او سوداګریزې کړۍ د ستونزو د ژر حل غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?