news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د جرمني دریځ: ایران دې هرمز تنګی پرانیزي او خپل اټومي پروګرام ودروي

د جرمني دریځ: ایران دې هرمز تنګی پرانیزي او خپل اټومي پروګرام ودروي

د جرمني دریځ: ایران دې هرمز تنګی پرانیزي او خپل اټومي پروګرام ودروي

بریانیوز: دوشنبه، ۱۴ ثور ۱۴۰۵   

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول په تازه څرګندونو کې له ایران غوښتي چې ژر تر ژره په هرمز تنګي کې د کښتیو د ازاد تګ راتګ زمینه برابره کړي او خپل اټومي پروګرام ودر کړي

نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي تړل یا محدودول نه یوازې د سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم جدي خطر رامنځته کوي، ځکه د نړۍ د انرژۍ لویه برخه له همدې لارې تېرېږي. د هغه په وینا، ازاد سمندري تګ راتګ باید د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي پاتې شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران له اټومي فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا پروګرام باید ودرول شي څو د سیمې د بې‌ثباتۍ مخه ونیول شي. هغه زیاته کړې چې ډیپلوماسي او شفافیت د کړکېچ د حل یوازینۍ اغېزمنه لاره ده

په همدې حال کې، اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې د اروپایي ټولنه له لارې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګډ دریځ خپل کړي او ټولې خواوې خبرو اترو ته وهڅوي

سیاسي شنونکي باور لري چې دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت خورا حساس دی، او هر ډول کړکېچ کولای شي د انرژۍ نړیوال بازارونه او سیمه‌ییز ثبات له جدي خطر سره مخ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto