په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو سخت بندیز؛ د نوې پرېکړې راپورونه او د پراخو اغېزو اندېښنې
په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو سخت بندیز؛ د نوې پرېکړې راپورونه او د پراخو اغېزو اندېښنې
بریانیوز- یکشنبه ٢٤ جوز ١٤٠٥
د طالبانو تر واک لاندې له بېلابېلو دولتي ادارو څخه سرچینې وایي چې په رسمي دفترونو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو پراخ او سخت بندیز لګول شوی، او کارکوونکو ته جدي خبرداری ورکړل شوی چې د دې پرېکړې سرغړونه به له سختو انضباطي اقداماتو سره مخ شي
د راپورونو له مخې، په یو شمېر ادارو کې کارکوونکو ته ویل شوي چې د دغه بندیز د نه مراعت په صورت کې به نه یوازې له ادارې سره د حساب ورکونې تر فشار لاندې راځي، بلکې د ځیرکو ټېلیفونونو د ضبط او حتی د ماتولو احتمال هم شته. ځینې سرچینې دا اقدام د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د شفاهي لارښوونې پر بنسټ عملي شوی بولي
په خوست ولایت کې بیا ځینې ښوونکي ادعا کوي چې د دوی ځیرک ټېلیفونونه د ادارې له لوري اخیستل شوي او په ځینو مواردو کې مات شوي هم دي. دوی زیاتوي چې له نورو کارکوونکو هم غوښتل شوي څو د “اطاعت او وفادارۍ” د څرګندولو په موخه خپل وسایل تسلیم یا له منځه یوسي
ورته مهال، یوې خپرې شوې غږیزې ثبت شوې وینا چې د بادغیس ولایت پورې تړاو لري، ښيي چې سیمهییزو چارواکو ښوونکو او د پوهنې ریاست کارکوونکو ته امر کړی چې له دې وروسته دولتي دفترونو ته ځیرک ټېلیفونونه له ځان سره نه شي وړل کېدای. په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د کاري وخت پر مهال د دغو وسایلو کارول په بشپړ ډول منع اعلان شوي دي
په همدې غږیز پیغام کې ویل شوي چې د شنبې له ورځې وروسته د ځیرکو ټېلیفونونو کارول بند شوي، د عکسونو او ویډیوګانو اخیستل هم منع شوي، او کارکوونکي یوازې له عادي موبایلونو د اړیکو لپاره استفاده کولی شي
تر اوسه پورې د طالبانو له لوري د دغو راپورونو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی شوی، خو دا موضوع په داسې وخت کې راپورته شوې چې ډیجیټلي وسایل او چټک معلوماتي لاسرسی د معاصرې ادارې او ښوونې له مهمو اړتیاوو ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?