د سرو زرو د قاچاق پټه کړۍ؛ راپور د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو د ښکېلتیا ادعا کوي
د سرو زرو د قاچاق پټه کړۍ؛ راپور د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو د ښکېلتیا ادعا کوي
بریانیوز- یکشنبه ٢٤ جوز ١٤٠٥
یو تازه راپور ادعا کوي چې له افغانستان څخه د سرو زرو د قاچاق یوه پراخه او منظمه شبکه فعالیت کوي، چې د طالبانو د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي پکې مهم رول لري
د راپور له مخې، له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي سره زر د ځانګړو لارو او اسانتیاوو له لارې متحده عربي اماراتو ته لېږدول کېږي، چیرې چې بیا پرې د میلیونونو ډالرو سوداګري ترسره کېږي
سرچینې وایي، د سرو زرو د راټولولو، لېږدولو او پلورلو لپاره ځانګړې کړۍ او کسان ګومارل شوي او د دې بهیر د پرمخ بېولو لپاره منظم جوړښت رامنځته شوی دی
په راپور کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځینو لوړپوړو چارواکو نومونه هم یاد شوي او ادعا شوې چې هغوی د دغې شبکې په همغږۍ او ملاتړ کې رول لري
همدارنګه ویل شوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ځینې ځانګړې اسانتیاوې د سرو زرو د لېږد لپاره کارول کېږي
هغه کسان چې د لېږد په بهیر کې برخه لري، ځانګړي امتیازات، د سفر اسانتیاوې او مالي امتیازات ترلاسه کوي
تر اوسه د طالبانو حکومت او په راپور کې د یادو شویو چارواکو له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی
دغه راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د افغانستان د طبیعي شتمنیو، کانونو او ملي سرچینو د شفاف مدیریت په اړه اندېښنې او پوښتنې لا هم مطرح دي
د یادونې وړ ده چې یادې ادعاوې د رسنیزو سرچینو پر معلوماتو ولاړې دي او تر اوسه یې خپلواک او رسمي نه دی شوی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?